د ترکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د مسئلې په اړه لیدنه وکړه.

چاووش اوغلو او بلینکن په نیویارک کې لیدنه وکړه

1708913
د ترکیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان د مسئلې په اړه لیدنه وکړه.

 

 د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو چې د ملګروملتونو سازمان په کلنۍ اسمبله کې د ګډون په موخه امریکا نیویارک ښار تللی دی هلته يي  د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن سره لیدنه وکړه. دواړو وزیرانو ددې خبرې په ټینګار وویل چې د افغانستان د مسئلې په اړه به په ګډه کار کولو او همکاریو ته دوام ورکړي.

مولود چاووش اوغلو په نیویارک کې په یو هوټل کې د انتوني‌ بلینکن سره لیدنه وکړه.

دواړو وزیرانو د لیدنې نه مخکې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

چاووش اوغلو وویل چې د بلینکن سره په کراتو د ټیلیفون له لارې خبرې کړي‌ دي‌ او د تماس په حال کې دي. د افغانستان او یو زیات شمیر نورو مسئلو په اړه زمونږ ترمنځه ډیر قوي‌ شراکت او همکاري‌ شتون لري. د همدې امله ددوې نه مننه کوو. البته چې د افغانستان د مسئلې په اړه به زمونږ همکاري‌ او په ګډه کار کول دوام وکړي.

په نورو برخو کې به هم زمونږ همکاري‌ دوام وکړي. همداشان د دوه اړخیزو اړیکو د لا ودې په خاطر به هم د خپل وس او توانه پورې هڅه وړو.

بلینکن وویل چې د تیرو ۹ میاشتو راهیسې مو په کراتو د چاووش اوغلو سره ټیلیفوني‌ خبرې کړي‌ دي.

نن هم د خبرو لپاره ډیر څه لرو. ترکیه د افغانستان په مسئله کې زمونږ تر ټولو پياوړی متحد هیواد دی. همداشان د افغانستان په مسئله کې د ترکېې د مهم رول له امله مننه کوم.

همداشان په افغانستان کې به په ګډه کار کولو ته دوام ورکړو.

هغه وویل چې پدې لیدنه کې به د سوریې او قفقاس په مسئلو هم خبرې وکړو. ترکیه او امریکا دوه پياوړي‌ متحدان دي. د ناټو په سازمان کې نږدې متفقین دي.



اړوند خبرونه