د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایټالیا د لومړي وزیر ماریو دراګي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان د ایټالیا د لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ایټالیا د لومړي وزیر ماریو دراګي په غوښتنه ولسمشر اردوغان د ایټالیا د لومړي وزیر دراګي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
پدې ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې او ایټالیا ترمنځه په دوه اړخیزو اړیکو، سیمې او نړۍ پر مهمو مسئلو خبرې او تبادل د نظر وکړ.
ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو کې د ایټالیا نه په دوه اړخیزو اړیکو کې په کومه اندازه چې ترکیه د ایټالیا سره اړیکو ته اهمیت ورکوي د ورته چلند غوښتنه وکړه.
همداشان ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې او ایټالیا ترمنځه سوداګریز حجم د ۲۰۲۱ کال د ۷ میاشتې پورې ۱۳ میلیاردو ډالرو ته رسیدلی دی. دا رقم په اصل کې د کرونا ویروس د پراخې وبا ناروغۍ نه د مخکې دورې نه هم تیر شوی. که چیرې تجارت په همدې شان دوام وکړي پوره باور لري چې د کال تر پایه به په ډیره اسانه ټاکل شوي هدف ۳۰ میلیاردو ډالرو ته ورسیږي.
ولسمشر اردوغان وویل چې پوره باور لري چې ایټالیا په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د پوره غړیتوب د بهیر نه قوي ملاتړ کوي . هغه وویل چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د ګمرکي یووالي په مسئلې باید بیا کتنه وشي ځکه چې دا خبره د ټولو خواوو په ګټه ده.
ددې سربیره د مارچ د ۱۸ تړون په کامله توګه باید تغیر ومومي . ورځ دا خبره جدي اړتیا ده.
ولسمشر اردوغان د ایټالیا د لومړي وزیر پدې ټیلیفوني خبرو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان په اړه هم خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د طالبانو لخوا د افغانستان د نیولو نه وروسته په سیمه کې وضعیت تغیر وموند. دې هیواد ته د بشري مرستو د رسولو په خاطر باید د طالبانو سره تماس ته دوام ورکړ شي. افغانستان ته د بشري مرستو د نه رسیدو په صورت کې به د کډوالۍ څپې پيل شي.
همداشان ولسمشر اردوغان وویل چې په لیبیا کې په خپل وخت د ټاکنو د ترسره کیدو نه ملاتړ کوي. هغه وویل چې ترکیې د لیبیا سره د لاسلیک کړي تړون او ددې هیواد په غوښتنه د لیبیايي ځواکونو د روزنې په موخه دې هیواد ته ځواکونه استولي دي.