ترکیې دفاع وزیر ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او افغانستان په اړه څرګندونې وکړې

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه مهمې څرګندونې وکړې.

1703899
ترکیې دفاع وزیر ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او افغانستان په اړه څرګندونې وکړې

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه مهمې څرګندونې وکړې.

اکار وویل چې د ترکیې وسله والو ځواکونو پدې وروستیو کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې ډیرې مهمې لاسته راوړنې کړي‌ دي. په ځانګړې توګه د هدفي‌ عملیاتو او چاپو سره  د ترهګرو د ځالو په وچولو پیل کړی دی.

هغه وویل چې عملیات به د خپل ټول شدت سره دوام وکړي.

خلوصي‌ اکار دا څرګندونې په خبري‌ غونډه کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وکړې.

هغه د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مبارزې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، دا مبارزه به تر وروستي‌ ترهګرو د لمنځه وړو پورې د پوره عزم او قوي‌ ارادې سره په همدې شان دوام وکړي. انشاالله چې خپل ملت به د ترهګرۍ د شر نه خلاص کړو.

اکار د عراق په شمال کې د ترهګرو پر خلاف روانو عملیاتو ته په اشارې سره وویل ، پدې عملیاتو کې مو ترهګرو ته ډیر ستر ګوزارونه ورکړي‌ دي. د فعالیت او حتا د حرکت حقله مو پرې ډیره زیاته تنګه کړې ده . حتا مشران يي د یوې سیمې نه بلې سیمې ته تللی نشي. هغه وویل چې دا عملیات به په همدې شان او تعرضي‌ ډول سره دوام وکړي. زمونږ ټوله هڅه هر څه ژر خپل پياوړی ملت ددې ترهګرو د شر نه خلاصول دي.

پدې وروستیو کې د هدفي‌ عملیاتو په ترڅ کې مو د ترهګرو یو زیات شمیر مشران له منځه وړي دي. هغوې نن پدې ډیر ښه پوه شوي‌ دي‌ چې د تسلمیدو نه پرته بله لار نلري. په هره څمڅه او سوړه کې چې پټ شي‌ زمونږ د اتلو او قهرمانو ځواکونو نه خلاصون نلري.

همداشان اکار د افغانستان په اړه هم پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې مونږ یو ځل بیا وایو چې د افغانستان د غوښتنې په صورت کې ددې هیواد ترڅنګ دریدو ته دوام ورکوي.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د طالبانو سره د تماس په حال کې هستۍ او که نه؟ وویل چې  بهرنیو چارو وزارت ، دفاع وزارت او ملي‌ استخباراتو ریاست  او تشکیلات  پدې برخه کې په نږدې هماهنګۍ کې کار کوي. همداشان په کابل کې د ترکیې سفارت هم خپلو چارو ته دوام ورکوي.

ترکیه په افغانستان کې روان پرمختګونه د نږدې نه تعقیبوي.



اړوند خبرونه