د افغانستان په اړه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو مهمې څرګندونې

چاووش اوغلو : د طالبانو د رسمیت پیژندو په مسئله کې به بیړه او عجله نلرو.

1703834
د افغانستان په اړه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو مهمې څرګندونې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د افغانستان او په ځانګړې توګه د کابل د هوايي ډګر په اړه ډیرې مهمې څرګندونې وکړې.

هغه وویل چې " د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په مسئله کې د قطر او امریکا سره په ګډه کار کوو. دا همکاري‌ په دوو پړاونو کې روانه ده. "

هغه د یو تلویزیوني‌ خپرونې سره په مرکه کې وویل چې  د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په مسئله کې د قطر او امریکا سره په ګډه توګه کار کوو.

هغه وویل چې د کابل هوايي ډګر دم ګړې د تخنیکي‌ الوتنو او بشري‌ مرستو پر مخ پرانیستل شوی دی. تخنیکي‌ ډلو او په بشري‌ مرستو بار الوتکې د کابل په هوايي ډګر ښکته کیږي. همداشان داخلي‌ پروازونه هم پيل شوي‌ دي. په کابل کې یو زیات شمیر کسان د تخلیې په خاطر نانتظار باسي. ترکېې خپل ډیری هغه وګړي‌ چې غوښتل يي ترکیې ته راشي‌ مونږ ټول راوستي‌ دي. ترکیې څه باندې ۱۴۰۰ تنه د ترکیې وګړي‌ هیواد ته راستانه کړو.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا  ترکیه به طالبان په رسمیت وپیژني‌‌ او که نه؟ داسې وویل " پدې مسئله کې باید بیړه ونشي. همداشان نورې نړۍ ته هم زمونږ توصیه همدا ده چې پدې مسئله کې بیړه ونکړي‌ او د عجلې نه کار وانخلي.

په افغانستان کې جوړیدونکی حکومت باید یو پراخ بڼسټه او ټولشموله حکومت وي. یواځې د طالبانو نه جوړ نوي. د هیواد د هر وګړي‌ او هر قوم استازیتوب وکړي. نړۍوالو قوانینو، حقوقو او اصولو سره سم باید حرکت وکړي. ښځو ته باید پکې لازمه ونډه او حق ورکړ شي. ترکیه به دې شرایطو ، پرمختګونو او تحولاتو ته په کتو سره لازم تصمیم ونیسي. لکه څرنګه چې پوهیږۍ ترکېې تر ننه پورې د افغانستان نه هم د انساني‌ او هم د اخلاقي‌ پلوه خپل مسئولیتونه د هر چا نه ډیر ښه پر ځای کړي‌ دي.

نن ورځ هر سړی دا خبره مني‌ چې ترکیې خپل هر ډول مسئولیت پر ځای کړی دی. ددینه ډیر زمونږ د وسې نه بهر خبره ده. په ځانګړې توګه ترکیه د کډوالو په برخه کې نور د یو تن ناقانونه کډوال زغم او توان نلري.

ترکیه مجبوره شوې ده چې پدې برخه کې لازم تدابیر ونیسي‌ . د کډوالو په مسئله کې مونږ تل هر ډول بشري‌‌ او وجداني‌ مسئولیتونه پر ځای کړي‌ دي‌ خو د افغانستان نه د کډوالۍ مسئله یوه نړۍواله مسئله او ستونزه ده. ترکیه ددینه زیات  څه نشي‌ کولی."



اړوند خبرونه