ترکیې هوايي ځواکونو اذربایجان پوځیانو ته د هوا د کنټرول په برخه کې زده کړې ورکړي‌ دي

د ترکیې وسله والو ځواکونو د اذربایجان وسله والو ځواکونو ته  د هوا د  کنټرول په برخه کې پرمختللې زده کړې ورکړي‌ دي.

1702702
ترکیې هوايي ځواکونو اذربایجان پوځیانو ته د هوا د کنټرول په برخه کې زده کړې ورکړي‌ دي

 

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي  د ترکیې وسله والو ځواکونو د اذربایجان سره د پوځي‌ روزنې په برخه کې د متقابلو همکاریو په چوکاټ کې د ترکیې هوايي ځواکونو د اذربایجان د وسله والو ځواکونو پرسونل ته د نږدې هوايي ملاتړ  د فعالیتونو په چوکاټ کې د هوا د کنټرول په برخه کې پرمختللې زده کړې ورکړي‌ دي.

د ویلو ده چې ترکیې او اذربایجان ترمنځه  په پوځي‌ برخو کې همکاري‌ دوام لري.


پيوندونه: #اذربایجان , #ترکیه

اړوند خبرونه