د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار یونان ته خبرداری ورکړ.

اکار : یونان د نړۍوالو معاهدو نه سرغړونو ته دوام ورکوي‌ خو مونږ به پډې اړه چوپه خوله پاتې نشو

1699182
د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار یونان ته خبرداری ورکړ.

 

اکار وویل چې یونان توسعه طلبه چلند او پارونکو اقداماتو سره کوم ځای ته رسیدلی نشي. دا هیواد د عقل نه لرې او پوچو سیاستونو او خیالي اهدافو پسې د منډو وهلو نه باید ډډه وکړي. حقیقت باید په سترګو وویني.

ملي دفاع وزیر خلوصي‌ اکار د لوی درستیز ستر جنرال یاشار ګولر، پولو ځواکونو قومندان ستر جنرال موسې او سیور، سمندري‌ ځواکونو قومندان امیرالبحیر عدنان اوزبال او هوايي ځواکونو قومندان ستر جنرال حسن کوچوک اق یوز په ملګرتیا د ایدرنې ولایت نه لیدنه وکړه.

ملي‌ دفاع وزیر د یونان په پوله کې نیول شوي‌ تدابیر د نږدې نه کنټرول کړل.

هغه وروسته د هیواد د قوتونو د قومندانانو سره په ګډه د پوله ساتو خواکونو نه لیدنه وکړه.

هغه دلته په خپله وینا کې وویل چې مونږ تر ننه پورې د پولو د امنیت په برخه کې هر ډول تدابیر نیولي‌ دي‌ او ددینه وروسته به هم تدابیرو نیول دوام وکړي.

هغه وویل چې ترکیه د ایژې په سیمه کې موجودې ستونزې د نړۍوالو حقوقو سره سم ، د ښه ګاونډیتوب د اړیکو او سیاسي‌ لارو او ډیالوګ سره د حل پلوي‌ کوي. خو له بده مرغه چې یونان بیا په دوامداره توګه پارونکو اقداماتو ، د حقوقو نه سرغړونو او بریدګرو سیاستونو او اقداماتو ته دوام ورکوي.

اکار د هغه ټاپونو ګانو او سیمو نه چې د حاکمیت د تړونونو سره یونان ته ندي‌ ورکړ شوي‌ په یادونې سره وویل ، د لوزان او پاریس معاهدې او تړونونه شتون لري. ددې معاهدو او تړونو له مخې بعضې ټاپوګان باید په هیڅډول په وسلو سمبال نشي. دلته باید پوځي‌ فعالیتونه ترسره نشي خو له بده مرغه چې یونان په ډیره ښکاره توګه ددې معاهدو او تړونونو نه سرغړونه کوي.

هغوې په دوامداره توګه ددې تړونونو نه سرغړونه کوي.

ترکیه په هیڅډول ددوې ددې ډول بې پروا او خپلسرو اقداماتو باندې سترګې پټولی نشي. ددوې ته اجازه نه ورکوي. ترکیه به هیچا ته اجازه ورنکړي‌ چې  زمونږ  او د شمالي‌ قبرس د ترکانو حقونو باندې تیری وکړي. هر سړی پدې خبره باید ځان ښه پوه کړي.

دفاع وزیر وویل همداشان ټول هیوادونه پدې خبره هم باید ځان پوه کړي‌ چې د کډوالو ستونزه یواځې د ترکیې ستونزه نده.

ترکیې د کډوالو په مسئله کې هر ډول مادي‌ او معنوي‌ فداکاري‌ کړې ده او نن يي هم کوي. په ورته ډول ګاونډي‌ هیوادونه او په ځانګړې توګه اروپايي ټولنه هم باید فداکاري‌ وکړي. هغوې هم باید پدې اړه حساسیت وښايي.



اړوند خبرونه