ترکیې بهرنیو چارو وزیر د امریکا د بهرنیوچارو وزیر سره د افغانستان په مسئلې خبرې وکړې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

1699040
ترکیې بهرنیو چارو وزیر د امریکا د بهرنیوچارو وزیر سره د افغانستان په مسئلې خبرې وکړې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سره د افغانستان په اړه ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې په ځانګړې توګه د افغانستان په وروستیو تحولاتو او موجود وضعیت خبرې او تبادل د نظر وکړ.

د بله پلوه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن ددې ټیلیفوني‌ خبرو په اړه د خپل ټویټر پاڼې له لارې پیغام خپور کړی دی.

هغه ویلي دي‌ چې  نن مې یو ځل بیا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره  د افغانستان نه په ډیره خوندي‌ او منظم ډول  د تخلیې د عملیاتو اړوند  د مشترکو هڅو  په اړه خبرې وکړې. ترکیه د ناټو په سازمان کې زمونږ یو ډیر مهم متحد هیواد دی او مونږ د هغوې د مشارکت نه مننه کوو.



اړوند خبرونه