د ترکیې او امریکا د دفاع وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي‌ اکار د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر لیوډ اسټین سره  د افغانستان  په اړه ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

1698802
د ترکیې او امریکا د دفاع وزیرانو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

 

د دفاع وزارت لخوا په خپور شوي‌ بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي‌ اکار د امریکا د دفاع وزیر اسټین سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې. دواړو وزیرانو پدې لیدنه کې د افغانستان په موجود وضعیت او وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې. همداشان دوې د افغانستان نه د تخلیې د عملیاتو په برخه کې د همکارۍ له امله د ممنونیت اظهار وکړ.

دفاع وزیر اکار د کابل د هوايي ډګر په مخکې په ترسره شوو ځانمرګیو بریدونو کې د وژل شوو امریکايي سرتیرو له امله د امریکا دفاع وزیر ته د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړل.

د ویلو ده چې طالبانو د اګست په ۱۵ مه نیټه د کابل د نیولو نه وروسته ددې هیواد نه د بهرنیو ځواکونو او وګړو د تخلې عملیات پيل شوی‌ دي.

ډیری هیوادونو دا عملیات سرته رسولي‌ دي‌ . همداشان امریکا هم اعلان کړی دی چې د اګست د ۳۱ نیټې نه مخکې به د تخلیې عملیات بشپړ کړي.



اړوند خبرونه