د ترکیې په ایدن ولایت کې ۴۰ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

د ترکیې د ایدن په ولایت کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال چې په سمندر کې ژوند د ګواښ سره مخامخ وو وژغورل  شول.

1698862
د ترکیې په ایدن ولایت کې ۴۰ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

 

د ایدن ولایت امنیتي‌ سرچینو ویلي‌ دي‌ چې د کوش اداسي او دیدم په ولسوالیو کې ۴۰ تنه ناقانونه کډوال چې د یونان د سواحلو د ځواکونو لخوا د ترکیې اوبو ته راشړل شوي‌ وو او مرګ د ګواښ سره مخامخ ول د ترکیې د سواحلو د امنیت د ځواکونو لخوا وژغورل شول.

د سواحلو د امنیت ځواکونو د کوش اداسې او دیدم په ولسوالیو کې د سمندر په منځ کې  په جلا جلا کښتیو کې د ناقانونه کډوال په اړه چې د مرګ د ګواښ‌ سره مخامخ ول راپور ترلاسه کړ.

د سواحلو د امنیت ځواکونو سمدلاسه  سیمې د ژغورنې ډلې واستولې او ټول کډوال يي ژوندي‌ وژغورل او وچې ته يي راوویستل.

ژغورل شوي‌ ناقانونه کډوال د ایدن ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل شول.

نیول شوي‌ ناقانونه کډوال به خپلو هیوادونو ته ډیپورت کړی شي.



اړوند خبرونه