ولسمشر اردوغان د کابل د تیرې ورځې د بریدونو په اړه مهمې څرګندونې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ په کابل کې د خونړیو بریدونو په اړه مهمې څرګندونې وکړې.

1698294
ولسمشر اردوغان د کابل د تیرې ورځې د بریدونو په اړه مهمې څرګندونې وکړې

 

ولسمشر اردوغان وویل چې پرون په کابل کې ترسره شوی دا فلاکت، دا ترهګري بریدونه د ترکیې د ملت په توګه په ډیرو سخت ټکو غندو.

ولسمشر اردوغان بوسنیا هرزګوینا ته د سفر نه مخکې د استانبول د اتاترک په هوايي دګر کې خبري غونده کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان په کابل کې د تیرې ورځې خونړیو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې " پرون په کابل کې رامنځته شوی فلاکت او دا هر اړخیز ترهګري بریدونه د ټول ملت په توګه په ډیرو کلکو ټکو او الفاظو غندو او لعنت پرې وایو. داعش پداسې یو حساس وخت کې ددې ډول ګامونو د اوچتولو سره یو ځل بیا ټولو ته دا په ډاګه کړه چې دا ترهګرې ډله د سیمې او نړۍ لپاره په کومه پیمانه خطر مخامخ کړی دی. په کومه پیمانه یو خطرناکه سازمان دی."

ولسمشر اردوغان د افغانستان نه د ترکي ځواکونو او وګړو د تخلیې عملیاتو ته په اشارې سره  وویل چې زمونږ لومړیتوب د افغانستان نه د خپلو وګړو راویستل دي.

د افغانستان نه د ترکي ځواکونو د تخلیې عملیات هم دوام لري او هر څه ژر او په ډیر کمه موده کې به بشپړ شي.

ولسمشر اردوغان د طالبانو سره د خبرو کولو نه هم یادونه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل " دا چې مونږ د چا سره چیرته او څه وخت او څه ډول لیدنې او مذاکرات ترسره کوو ددې لپاره د چا نه اجازې اخیستو ته اړتیا نه لرو."

ولسمشر اردوغان وویل چې د طالبانو سره درې نیم ساعته لیدنه شوې ده او پدې لیدنه کې د ترکیې سفیر هم شتون درلود.

طالبانو د کابل د هوايي دګر د مدیریت په اړه ترکیې ته وړاندیز کړی دی خو ترکیې تر اوسه پورې پدې اړه خپله نهايي پریکړه نده کړې. طالبانو وړاندیز کړی چې د کابل  د هوايي دګر امنیت به مونږ ونیسو او مدیریت يي تاسې وکړۍ خو مونږ پدې اړه وروستۍ پریکړه نده کړې. هو هر کله چې هلته د امنیت په اړه مطمئین شو بیا به وروستۍ پریکړه وکړو.

ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ ټوله نړۍ  د افغانستان نه ووته او مونږ ددوې ترڅنګ پاتې شو.

ولسمشر اردوغان ترکیې پر لورې د افغانستان نه د ناقانونه کډوالۍ په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دم ګړۍ په افغانستان کې قانوني  او غیرې قانوني  ۳۰۰ زره تنه افغان کدوال شتون لري. ترکیه نورو کډوالو ته د پناه ورکولو توان او ظرفیت نلري.

د کډوالۍ په برخه کې ډیر په دقیق حرکت کوو. د عراق نه نیولې تر سوریې او عراق په پوله کې مو دیوارونه جوړ کړي  دي  او د جوړولو چارې دوام لري.



اړوند خبرونه