د افغانستان نه د ترکي‌ ځواکونو د تخلیې عملیات بشپړ شول.

ترکیې د افغانستان نه خپل ټول ځواکونه راوویستل

1698696
د افغانستان نه د ترکي‌ ځواکونو د تخلیې عملیات بشپړ شول.

 

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي چې ترکي‌ ځواکونو په افغانستان کې خپل ماموریت په ډیر بریاليتوب سره پایته ورسو .

همداشان د افغانستان نه د ترکي‌ ځواکونو د تخلیې عملیات  چې دوه ورځې مخکې پيل شوي‌ وو په بشپړه توګه سرته ورسیدل.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د ترکیې اتل وسله وال ځواکونه په افغانستان کې د شل کلن پوځي‌ ماموریت  د پایته  رسولو نه وروسته بیرته هیواد ته راستانه شول.

هیواد ته راستنو شوو ترکي‌ سرتیرو ته ښه راغلاست وایو.

د ویلو ده چې د ترکیې دفاع وزیر ویلي‌ وو چې  د مختلفو لیدونو کتنو او د افغانستان د موجود وضعیت د ارزونې نه وروسته  هیواد ته د ټولو ځواکونو د راستنولو پریکړه وکړه .

همداشان ترکیې ددې ترڅنګ د افغانستان نه خپلو وګړو د تخلیې عملیات هم بشپړ کړي‌ دي.


پيوندونه: #افغانستان , #ترکیه

اړوند خبرونه