د مالازګیرت د ستر بري‌ د ۹۵۰ کلیزې په اړه لنډه ویدیو

ترکیه د مالازګیرت جګړې ۹۵۰ م ستري‌ بري‌ لمانځه کوي

1697955
د مالازګیرت د ستر بري‌ د ۹۵۰ کلیزې په اړه لنډه ویدیو

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د مالازګیرت جګړې  د ستر بري‌  د ۹۵۰ کلیزې له امله چې ترکانو پرمخ  يي د اناتولیا دروازې پرانیستي دي  د لمانځونو په ترڅ کې یوه ویدیو خپره کړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون ددې سترې فتحې د کلیزې په مناسبت جوړه شوې ویدیو  د ټولنیزې مډیا له لارې خپره کړې ده .

التون په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې د مالازګیرټ د ستر بري‌ د ۹۵۰ کلیزې  پدې شانداره ورځ د اناتولیا د فتحې د ستر قومندان سلطان الپ ارسلان او ټولو شهیدانو نه په ډیر درنښت یادونه کوو . ددوې اروا دې ښاده وي.

د التون لخوا  ( د اناتولیا موجودیت زمونږ موجودیت دی ) تر نامه لاندې خپره شوې ویدیو یو دقیقه او ۴۵ ثانیې ده.

دا ویدیو د مالازګیرټ د جګړې د ستر قومندان سلطان الپ‌ ارسلان په هغه شعار چې پکې ویلي‌ وو " یا به ستر بری ترلاسه کړم خپل هدف ته به ورسیږم او یا به شهید شم جنت ته به لاړ شم " سره پيل شوې ده.

پدې لنډ ویدیويي فلم کې د اناتولیا لپاره د مالازګیرت د سترې مبارزې او مجادلې په اړه معلومات ورکړ شوي‌ دي.



اړوند خبرونه