ولسمشر اردوغان : مسلمانان باید د نورو د شومو موخو ښکار نشي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اسلامي نړۍ غږ وکړ چې مسلمانان باید هم د خپل او هم  د ټول  بشریت د امنیت او راتلوونکي‌  په اړه مسئولیت په غاړه واخلي.

1696964
ولسمشر اردوغان : مسلمانان باید د نورو د شومو موخو ښکار نشي

 

ولسمشر اردوغان د اسلامي‌ همکاریو د تشکیلاتو  د ځوانانو فورم څلورم  عمومي‌ اجلاس ته چې په استانبول کې جوړ شوی دی  د ویدیويي پيغام له لارې وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان ویلي‌ دي ددې په هیله چې دا عمومي‌ اجلاس د ځوانانو او ټولې اسلامي‌ نړۍ لپاره د خیر او ثبات وسیله وګرځي.

امنیتي‌ ستونزې ، ترهګریز فعالیتونه او پراخه وبا ناروغۍ چې په دوامداره توګه د نړۍ اجنډا مصروفه ساتلې ده  او په واقعي معنا  سره  سولې او ثبات ټینګښت ته  چې ټول ورته تګي‌ دي  اجازه نه ورکوي ، ټول بشریت د  ستر ګواښونه مخامخ کړی دی ‌ او له بده مرغه چې تر ټولو ډیرې  بدې اغیزې په اسلامي‌ نړۍ کړي‌ دي.

مسلمانان چې د یو پلو نه د سوریې نه نیولې تر افغانستان نه پورې پدې ستره جغرافیه کې د نښتو، کډوالۍ ، بیوزلۍ ، فقر او ډول ډول ناروغیو سره لاس او ګریوان دي د بله پلوه بیا مجبور دي‌ چې په  خانګړې توګه په لویدیځه نړۍ کې د اسلام دښمنۍ او تبعیض پر وړاندې مبارزه وکړي.

ولسمشر اردوغان په نړۍ کې بې عدالتیو ته په اشارې سره ویلي دي‌ چې  لکه څرنګه چې پوهیږۍ په نړۍ کې یو پلو ته فقر ، جګړه او بې وزلي‌ او د بل پلو ته لوکس ژوند او استثمار حکمفرما دی. د همدې امله وایو چې ددینه وروسته د بې عدالیتو نه ډک ددې نړۍوال نظام تداوم ناممکنه دی.

مسلمانان هم د خپلې سولې، ثبات، هوساینې او ارامۍ او هم د ټول بشریت  امنیت او راتلوونکي‌ په خاطر باید لا زیات مسئولیتونه په غاړه واخلي.

مسلمانان باید ددې بې عدالتیو پر خلاف لا زیات خپل غږ اوچت کړي.

مسلمانان باید د بصیرت او فراست  نه د کار اخیستو سره  د امپریالستو لخوا زمونږ لپاره جوړو شوو دامونو کې ونه غورځیږي.

مونږ باید  اجازه ورنکړو چې هم د خپل ځان او هم  نړۍ د مظلومینو په نامه روانه کړې د حق او عدالت مبارزه د ترهګرو د شومو موخو قرباني‌ شي. د حق ، حقوقو و مشروع لارو نه پرته بلې لارې ته باید  مراجعه ونکړو .



اړوند خبرونه