ترکیې د افغانستان نه د خپلو پوځونو په راویستو پیل وکړ.

ترکیې د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د راویستو لړۍ پيل کړه

1697313
ترکیې د افغانستان نه د خپلو پوځونو په راویستو پیل وکړ.

 

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت  ویلي‌ دي‌ چې د مختلفو تماسونو او موجود وضعیت او شرایطو د ارزولو نه وروسته د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د راویستو پریکړه وکړه. همداشان د افغانستان نه د ترکي‌ ځواکونو په راویستو پيل وشو.

ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې د ترکیې وسله وال ځواکونه د ۲۰۰۲ کال راهیسې د ملګروملتونو ، ناټو او متقابلو تړونو په چوکاټ کې  او د افغانستان سره د تاریخي او کولتوري‌ پیاوړو اړیکو درلودو او افغان ملت سولې ، ثبات او استقرار سره د مرستې په موخه پدې هیواد کې په دنده ترسره کوله .

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د امریکا او ناټو لخوا د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو د پریکړې د اعلانولو نه وروسته ترکیې  لکه څرنګه چې په کراتو ویلي‌ وو د افغانانو د غوښتنې په صورت کې به ترکي‌ ځواکونه ددوې ترڅنګ دریدو دوام ورکړي. همداشان ترکیې ددې صمیمت په رڼا کې او د لازمو او مناسبو شرایطو د برابریدو په صورت کې لکه د تیرو ۶ کلونو په څیر په راتلوونکې کې هم د کابل د حامد کرزي‌ د هوايي ډګر د امنیت او مدیریت مسئولیت د په غاړه اخیستو په اړه خپل نیت بیان کړ.

ددې سربیره د حامد کرزي‌ په هوايي‌ ډګر کې د رامنځته شوي‌ ګدوډۍ او کړکیچن حالت د ادارې په خاطر د نورو هیوادونو د امنیتي‌ ځواکونو سره په ګډه کار وکړ او امنیت يي خوندي‌ کړ.

همداشان پدې چوکاټ کې د ترکیې وسله والو ځواکونو د پوځي‌ الوتکو سره ۱۱۲۹ تنه ملکي‌ وګړي‌ د کابل د هوايي‌ ډګر نه تخلیه کړل.

د مختلفو تماسونو ، موجود وضعیت او شرایطو د ارزولو نه وروسته د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د راویستو پریکړه وکړه. ترکیې وسله والو ځواکونو په افغانستان کې ورته سپارل شوې ټولې دندې او ماموریتونه په ډیره بریالۍ توګه سرته رسولي‌ دي او په ډیر افتخار او ویاړ سره بیرته خپل هیواد ته راستنیږي."



اړوند خبرونه