ولسمشر اردوغان : نړۍوالې ټولنې افغانستان ته هیڅکله هم لازمه پاملرنه نده کړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه لویدیځې نړۍ او اسلامي نړۍ د افغانستان په اړه لازمه پاملرنه او اهتمام ندی ښکاره کړی.

1694599
ولسمشر اردوغان : نړۍوالې ټولنې افغانستان ته هیڅکله هم لازمه پاملرنه نده کړې

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه لویدیځې نړۍ او اسلامي نړۍ د افغانستان په اړه لازمه پاملرنه او اهتمام ندی ښکاره کړی.

د افغانستان مسئله اوسنۍ مسئله نده. څو لسیږې کیږي چې پدې هیواد کې ناخوالې دوام لري.

د روسیې لخوا ددې هیواد د یرغلولو او وروسته د امریکا لخوا د اشغالو پر مهال له بده مرغه چې هیڅ یو ددې هیواد سره سالم چلند ندی کړی.

ترکیې د خپلو ټولو امکاناتو  سره ددې هیواد د زیربناګانو نورو برخو کې د خپل وس او توانه پورې مرسته کړې ده .

د افغانستان سره اوس هم په زیربناګانو او نورو برخو کې مرستو ته دوام ورکوو.

خو له بده مرغه چې روسیې او امریکا دې هیواد سره یواځې د وسلو او مهماتو پوځي  مرسته کړې ده .

د میلیاردو ډالره دې هیواد ته ورکړي دي خو مهمه داده چې دا پيسې په کومو برخو او څه ډول مصرف شوي  دي.

همداشان افغانستان نن یو ځل بیا یواځې پریښود شو.

ولسمشر اردوغان وویل چې په افغانستان کې د طالبانو د دریځ د معلومیدو نه وروسته به ددوې سره لیدنې کتنې وکړو او غوښتنې په صورت کې حتا کیدای شي چې زه شخصآ هم د هغوې د مشرانو سره ووینم.

ولسمشر اردوغان وویل چې په افغانستان کې زمونږ یواځنۍ تسلي  د مرګ ژوبلې نه رامنځته کیدل دي او په سوله ایزه توګه ددې بهیر سرته رسیدل دي.

ولسمشر اردوغان پدې وروستیو کې په ځینو خبري رسنیو کې په ترکیه کې د افغان کډوالو د شمیرې په اړه شوو ادعاګانو ته هم ځواب ووایه.

هغه وویل چې داسې ادعاګانې شتون لري چې ترکیې ته یو نیم میلیون افغان کډوال راغلي دي. دا ادعاګانې حقیقت نلري.

د ترکیې د امنیتي  ارګانونو د ارقامو له مخې په ترکیه کې قانوني او غیرې قانوني  جمع ۳۰۰ زره تنه افغان کډوال شتون لري.

ترکیې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په خاطر په خپلو پولو کې د دیوارونو د جوړولو په ګډون د نیولو قوي تدابیرو سره مهم ګامونه اوچت کړي دي.

همداشان د افغانستان په اړه تحولات د نږدې نه تعقیبوو . د نړۍ د هیوادونو سره هم پدې اړه مذاکراتو ته دوام ورکوو.

ولسمشر اردوغان وویل چې د افغانستان ملت زمونږ مسلمان ورور ملت دی.

مونږ هیڅکله هم د هغوې پرمخ خپلې دروازې تړلی نشو. البته په قانوني توګه.

زمونږ یو زیات شمیر پانګه والو په افغانستان کې جدي پانګه اچونه کړې او دا لړۍ به ددینه وروسته هم دوام لري.

همداشان مونږ د افغانستان نه د خپلو وګړو د تخلیې چارو ته هم دوام ورکوو.

خپل وګړي د افغانستان نه اسلام آباد او د هغه ځای نه ترکیې ته راانتقالوو.



اړوند خبرونه