د افغانستان په اړه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ډیرې مهمې څرګندونې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو  په افغانستان کې د جوړیدونکي‌ نوي‌ حکومت د په پيژندو او یا نه پيژندو په اړه پوښتنې ځواب کړې.

1693839
د افغانستان په اړه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ډیرې مهمې څرګندونې

 

چاووش اوغلو په پلازمینه انقره کې د افغانستان د وضعیت د وروستیو پرمختګونو په اړه  د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

چاووش اوغلو ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ترکیه به په افغانستان کې جوړیدونکی حکومت په رسمیت وپیژني‌ او که نه ؟ وویل ، ترکیه پدې مسئله کې د نړۍوالې ټولنې سره په ګډه حرکت کوي.

هغه د افغانستان نه د ترکي‌ وګړو د تخلیې د مسئلې په اړه وویل چې ، په ترکیه کې د میشتو ترکانو سره مو  په جلا جلا توګه د تیلیفون له لارې اړیکه ټینګه کړې ده . هغه هیوادوال چې  د افغانستان نه د وتو او هیواد ته د راستنیدو غوښتنه کړې د هغوې د تخلیې په اړه مو چارې پيل کړي‌ دي.

د نورو هیوادونو سره هم د هغوې د وګړو د تخلیې په مسئله کې مرسته کوو .

یو زیات شمیر هیوادونو د خپلو وګړو د تخلیې په مسئله کې زمونږ نه د مرستې غوښتنه کړې ده . په افغانستان کې د ترکیې د مهم رول له امله غواړم د خپلو عسکرو نه مننه وکړم.

چاووش اوغلو ددې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو د استازو سره د لیدنې پلان لرۍ ، د طالبانو سره مو تماس نیولی او دا تماس څه ډول نیول شوی دی؟ وویل ، طالبان کابل ته د ننوتو نه مخکې مونږ د هغوې د سیاسي‌ دفتر مشرانو ته ترکیې ته بلنه ورکړې وه.

د هغوې سره د مختلفو کانالونو نه د تماس په حال کې یو. هم په کابل کې او هم  په دوحه کې. ترکیه باید چې د هغوې سره تماس ټینګ کړي.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ترکیه به په افغانستان کې جوړیدونکی نوی حکومت په رسمیت وپیژني‌ او که نه؟ وویل،  لومړی باید دا وګورو چې دوې څه ډول حکومت جوړوي.

همداشان د نوي‌ حکومت په اړه په ګډه د یو شان غبرګون ښودولو په خاطر د نړۍوالې ټولنې سره د تماس په حال کې یو.

طالبان وايي چې یو ټول شموله حکومت جوړو، مونږ به وګورو چې ایا دوی په رښتیا ټول شموله حکومت جوړوي‌ او که نه. دا خبره به د حکومت د جوړولو نه وروسته معلومه شي.

همداشان د حکومت د په رسمیت پيژندو په مسئله کې به د نړۍوالې ټولنې سره په ګډه حرکت وکړو.

زمونږ پيغامونه او اوچتیدونکي کامونه به د یو هماهنګۍ په چوکاټ کې وي. د جمعې په ورځ د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه غونډه کوي.

مونږ باید پدې مسئله کې د نړۍوالې ټولنې سره په هماهنګۍ کې یو شان ګام اوچت کړو. ځکه چې د وار د مخه یو څه ویل او ګام اوچتول سمه خبره نده.



اړوند خبرونه