په ترکیه کې د وروستیو سیلابونو له امله د مړو شمیره ۷۸ تنو لوړه شوې ده
د ترکیې په توره بحیره کې د راوتلو سیلاونو له امله د مړو شمیره ۷۸ تنو ته لوړه شوې ده
د ترکیې د تورې بحیرې په سیمه کې د ډیر زیات باران د اورښت په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو له امله د مړو شمیره ۷۸ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په هیواد کې د وروستیو زورورو بارانونو د اورښت په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو له امله په کاستامونو، سینوپ او بارتین په ولایتونو کې د مړو شمیره ۷۸ تنو ته لوړ شوې ده
په بیان کې راغلي دي چې په کاستامونو ولایت کې ۶۲ تنو او په سینوپ کې ۱۵ تنو او په بارتین کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان د دوو تنو ټپیانو تداوي هم دوام لري. د ویلو ده چې دولت په سیلاب ځپلو سیمو کې د خساراتو د تثبیت په چارو پيل کړی دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله