په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۸۱۶۳ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
1692383
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۲۸۷ زره او ۹۴۷ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۸۱۶۳ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶۶۴۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۸۴ میلیونه ۵۴۷ زره او ۴۱۰ تنو ته رسیدلې ده .
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.