د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د خپلو یو زیات شمیر نړۍوالو سیالانو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په اړه د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو وزیرانو سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

1692530
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د خپلو یو زیات شمیر نړۍوالو سیالانو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

 

چاووش اوغلو لومړی د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر  انتوني بلینکن، د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني، د کروشیا د بهرنیو چارو او د اروپايي ټولنې د چارو وزیر ګوردن رادمن، د ناټو سازمان سرمنشي‌ ینس ستولتنبرګ، جرمني‌ د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس، ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر یپي کوفود او ګرجستان د بهرنیو چارو وزیر دیوید زالکالیاني  سره جلا جلا ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې چاووش اوغلو د خپلو سیالانو سره پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې  د افغانستان د وروستي‌ وضعیت او پرمختګونو په اړه خبرې کړي‌ دي.

د بله پلوه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي‌ دي‌ چې  په افغانستان کې د ټولو خواوو سره د تماس په حال کې یو او پدې هیواد کې د استقرار د ټینګښت په خاطر به هڅه وکړو.

د ویلو ده چې طالبانو د اګست په ۱۴ مه نيټه د مزار شریف د نیولو نه وروسته د اګست په ۱۵ مه نیټه کابل ته داخل شول او د ولسمشرۍ ماڼۍ يي ونیوله.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني‌ هیواد پریښود او بهر ته لاړ. طالبانو په افغانستان کې په ټول هیواد ولکه لګولې ده .



اړوند خبرونه