په ترکیه کې د سیلاونو له امله د مړو شمیره ۴۰ تنو ته لوړه شوه

د ترکیې د تورې بحیرې په سیمه کې سیلاونو نږدې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

1690995
په ترکیه کې د سیلاونو له امله د مړو شمیره ۴۰ تنو ته لوړه شوه

د ترکیې د تورې بحیرې په سیمه کې  د ډیر زیات باران د اورښت په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو له امله د مړو شمیره ۴۰ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په هیواد کې د وروستیو زورورو بارانونو د اورښت په نتیجه کې د راوتلو سیلاونو له امله په کاستامونو، سینوپ او بارتین په ولایتونو کې  ۴۰  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۹ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

په بیان کې راغلي‌ دي چې په کاستامونو ولایت کې ۳۴ تنو او په سینوپ کې ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

همداشان ۹ تنه نور ټپیان شوي‌ دي‌ چې په روغتون کې درملنه دوام لري.

په بارتین ولایت کې د لا درکه شوي‌ یو تن د موندولو په اړه د پلټنې چارې دوام لري.

د ویلو ده چې تیره ورځ‌ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سیلاب ځپلو سیمو نه لیدنه وکړه او وویل چې دولت د خپلو ټولو امکاناتو سره د سیلاب ځپلو ترڅنګ ولاړ دی.

د ویلو ده چې سیلاونو د ځاني زیانونو سربیره د پام وړ مالي‌ زیانونه هم رامنځته کړي‌ دي.


پيوندونه: #سیلاونه , #ترکیه

اړوند خبرونه