د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي‌ اکار د رسمي‌ سفر په ترڅ کې پاکستان ته لاړ.

خلوصي‌ اکار پاکستان ته لاړ

1688627
د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي‌ اکار د رسمي‌ سفر په ترڅ کې پاکستان ته لاړ.

 

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې د ملي‌ فاع وزیر خلوصي‌ اکار د رسمي‌ سفر په ترڅ کې اسلام آباد ته لاړ.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې اکار به په اسلام آباد کې د پاکستان د دفاع وزیر پرویز خټک، د دفاعي‌ او تولیداتو وزیرې زبیده جلال او د پلو ځواکونو قومندان قمر جاوند باجوه سره لیدنې وکړي.

پدې لیدونو کې به د دواړو هیوادونو ترمنځه په عسکري ، امنیتي‌ او دفاعي‌ صنایع په برخه کې د همکاریو په مسئلې خبرې وکړي.

همداشان پدې لیدونو کې به په سر کې د افغانستان او بیا وروسته د سیمې پر مهمو مسئلو خبرې او تبادل د نظر وکړي.



اړوند خبرونه