ترکېې وسله والو ځواکونو پر ترهګرو خونړي بریدونه کړي دي
ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې د رفعت په ښار کې ګن شمیر ترهګر له منځه یوړل
1687421
د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې د تل رفعت ښار د زاویان او شهلا په سیمو کې پر ترهګرو ځوابي بریدونه کړي دي.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په سوریه کې د ترکیې وسله والو ځواکونو د تل رفعت په ښار کې د مشروع دفاع حق نه په استفادې او پر ترهګرو د ځوابي بریدونو په ترڅ کې ګن شمیر بریدونه کړي دي.
پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۶ تنه ترهګر له منځه وړي دي.
د ویلو ده چې نوموړو ترهګرو د اګست په پنځمه نیټه په سیمه کې په یو بیلدوز او یو امبولانس برید کړی وو چې په نتیجه کې دوو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی وو.