په بالکیسیر ولایت کې د ټرافیکي پيښې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه
په بالکیسیر ولایت کې د ټرافیکي پيښې له امله ۳۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
![په بالکیسیر ولایت کې د ټرافیکي پيښې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/435e/0bac/12ed/610f815ee1017.jpeg?time=1718911751)
د ترکیې د بالکیسیر په ولایت کې په یوې ټرافیکي پیښه کې ستره فاجعه رامنځته شوې ده.
د بالکیسیر ولایت امنیتي سرچینو ویلي دي چې یو مساپروړونکی بس چې د بالکیسیر د ایدرمیت سیمې پر لورې روان وو چې په لاره کې تر کنټرول د وتو نه وروسته او چپه شو.
پدې پیښه کې لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بالکیسیر د والي دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې نن یکشنبه د اګست اتمه نیټه د سهار په ۴ بجو او ۴۰ دقیقو یو مساپروړونکی بس چې د ایدرمیت ولسوالۍ په استقامت روان وو د کنټرول نه د وتو نه وروسته چپه شوی دی. .
له بده مرغه چې پدې برید کې ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د پيښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې او روغتیایي ډلې سیمې ته ورسیدل او ټپیان يي هر څه ژر روغتونونو ته انتقال کړل.
د ټپیانو تداوي دوام لري.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718911751)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718911751)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله