په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۰۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۴۲۹۷ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1686392
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۰۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۰۸  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۴۵ زره او ۱۵۲  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۲۴۲۹۷ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۶۶۳۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۷۴ میلیونه ۹۰۱ زره او ۲۳۴ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه