په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۶۸۲۲ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
1685727
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۲۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۲۶۲ زره او ۴۸ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۲۶۸۲۲ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۹۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۷۴ میلیونه ۳۲۹ زره او ۳۷۴ تنو ته رسیدلې ده .