د ترکیې د عالي‌ عسکري‌ شورا کلنۍ غونډه د ولسمشر اردوغان په مشرۍ نن پيل شوه

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ عالي‌ عسکري‌ شورا غونډه  نن په پلازمینه انقره کې پيل شوه.

1685486
د ترکیې د عالي‌ عسکري‌ شورا کلنۍ غونډه د ولسمشر اردوغان په مشرۍ نن پيل شوه
erdogan yas toplantisi.jpg
erdogan yas uyeleri anitkabir'de.jpg

 

د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د عالي‌ عسکري‌ شورا غړیو د غونډې د پيلیدو نه مخکې د ترکیې جمهوریت موسس مصطفی کمال اتاترک د مزار انت کبیر زیارت وکړ.

د ولسمشر اردوغان په مشرۍ هیئت  د اتاترک په مزار د ګلانو د ګیډۍ د ایښودو نه وروسته د درناوي‌ مراسم پر ځای کړل او وروسته  میثاق ملي‌ څلي‌ ته تیر شول.

ولسمشر اردوغان وروسته د اتاترک د مزار په ځانګړي‌ کتاب کې لاسلیک وکړ او داسې ولیکل ! عزیز اتاترک ، د ۲۰۲۱ کال د عالي‌ عسکري شورا د غونډې په خاطر ستاسې په حضور کې قرار لرو. لکه څرنګه چې تاسې ورته اشاره کړې وه د ترکیې جمهوریت معاصر مدنیت او لا لوړې سویې ته د رسولو په خاطر مبارزې ته دوام ورکوو. پداسې حال کې چې  د کرونا ویروس  وبا ناروغۍ  ټوله نړۍ ډیره زیاته اغیزمنه کړې ده ترکیې د اقتصاد نه نیولې تر دفاعي‌ صنایع ، د تولیداتو نه تر روغتیا پورې په یو زیات شمیر برخو کې ډیر ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي‌ دي. ددې سربیره د هیواد وسله وال پوځ د هیواد دننه او بهر د ډیرو بریالیو عملیاتو سره زمونږ د ملت اعتماد او باور لا پسې مضبوط او پياوړی کړی دی.

 روح مو ښاد  



اړوند خبرونه