په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۲۳۳۲ مثبتې پیښې ثبت شوي‌ دي

1683393
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۹  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۵۱۲۸۰   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۵۹ زره او ۱۹۶  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۲۲۳۳۲ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۵۱۰۷ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۷۳ میلیونه ۱۳۷ زره او ۸۹۰ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه