ترکیې د عراق په شمال کې د پي کاکا ترهګري سازمان  درانده هوايي بریدونه کړي‌ دي.

ترکیې د عراق په شمال کې د پي‌کاکا ترهګري‌ سازمان ته ستر ګوزار ورکړ

1682788
ترکیې د عراق په شمال کې د پي کاکا ترهګري سازمان  درانده هوايي بریدونه کړي‌ دي.

 

د ترکیې ملي‌ دفاع وزارت ویلي‌ دي‌ چې د ترکیې وسله والو ځواکونو د پي کاکا ترهګري‌ سازمان پر خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې  د عراق په شمال کې د قندیل، ګارا، هرکورک او زاپ په سیمو کې درانده هوايي‌ بریدونه کړي‌ دي.

پدې بریدونو کې د پي کاکا ترهګري‌ سازمان اړوند  په پټنځایونو، د وسلو او مهماتو په وسلو، د تجمع په مرکزونو ، قراګاه ګانو او څمڅو په ګډون ۴۰ هدفونه له منځه وړي‌ دي.

پدې سیمو کې د پي کاکا ترهګري‌ سازمان ته درانده ګوزارونه ورکړ شوي‌ دي.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د ترک ملت اصیل بچو د ترکیې وسله والو ځواکونه به د هیواد او ملت د امنیت په خاطر د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته تر وروستي‌ ترهګر د لمنځه وړو پورې به دوام ورکړي.



اړوند خبرونه