په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۶۸۰۹ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1680543
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۳  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۵۰۹۴۵   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۲۴ زره او ۱۹۸  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۱۶۸۰۹ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

د ویلو ده چې د تیرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې دا لومړی ځل دی چې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو رقم د ۱۶ زرو نه اوړي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۵۵۸۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۶۷ میلیونه ۴۶۶ زره او ۷۸۶ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه