په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۲۳۸۱ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1679632
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۸  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۵۰۸۲۷   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۲۱ زره او ۴۶۳  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۱۲۳۸۱ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

د ویلو ده چې د تیرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې دا لومړی ځل دی چې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو رقم د ۱۲ زرو نه اوړي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۵۳۸۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۶۵ میلیونه ۵۹۴ زره او ۸۰۷ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه