په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۱۰۹۴ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1679317
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۰  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۵۰۷۶۹   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۱۹ زره او ۵۲۸  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۱۱۰۹۴ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

د ویلو ده چې د تیرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې دا لومړی ځل دی چې په ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو رقم د ۱۱ زرو نه اوړي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۵۲۱۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۶۵ میلیونه ۵۰ زره او ۲۰۴ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه