ولسمشر اردوغان د ایران د ولسمشر روحاني‌ سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر حسن روحاني‌ سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

1678486
ولسمشر اردوغان د ایران د ولسمشر روحاني‌ سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر حسن روحاني‌ سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې خپل ایراني سیال روحاني‌ ته د لوی اختر مبارکي‌ ورکړه. د اختر مبارکۍ نه وروسته دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو او سیمې پر ممهمو مسئلو خبرې او تبادل د نظر وکړ.

ولسمشر اردوغان په خپلو خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې " تر ننه پورې مو ستاسې ښاغلي‌ سره ډیره نږدې همکاري او اړیکې درلود ، او پوره باور لري‌ چې  د ایران راتلوونکی ولسمشر رئیسي‌  به هم د ترکیې سره قوي‌ اړیکې او همکاریو ته دوام ورکړي.

د ویلو ده چې د ایران د ولسمشر روحاني‌ د دندې موده پوره شوې چې هر څه ژر به د هغه ځای ناستی په دنده پیل وکړي.


پيوندونه: #ایران , #ترکیه

اړوند خبرونه