په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۷۳۰۴ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1676178
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۸  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۵۰۴۱۵   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۳۲ زره او ۲۵۷  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۷۳۰۴ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۵۱۰۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۶۱ میلیونه ۱۲۵ زره او ۷۲۶ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه