د جولای ۱۵ مه د ډیموکراسۍ او ملي‌ یووالي‌ ورځ

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د جولای ۱۵ مې د ډیموکراسۍ او ملي یووالي‌ د ورځې په مناسبت پيغام خپور کړ

1675712
د جولای ۱۵ مه د ډیموکراسۍ او ملي‌ یووالي‌ ورځ

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د جولای ۱۵ مه په هیواد کې د ډیموکراسۍ او ملي‌ یووالي‌ د ورځې او د جولای د ۱۵ د شهیدانو په درناوي  ( ستاسې له برکته ) تر نامه لاندې ویدیويي پيغام خپور کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون دا ویدیويي پیغام ټولنیزې رسنۍ له لارې هم خپور کړی دی. هغه ددې ویدیو لاندې د هیواد د ملي‌ سرود د شعر څو بیته هم نشر کړي‌ دي.

پدې ویدیويي پیغام کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  پيغام کې چې پکې ویلي‌ دي " د خپل ملت د هر وګړي‌ ته  چې د خپل دولت ، ډیموکراسۍ او روښانه راتلوونکې نه دفاع کوي  سلام وي."

همداشان پدې پيغام کې ددې خبرې په ټنیګار ویل شوي‌ دي‌ چې د هیواد ټولو شهیدانو نه چې د چناق قلعه د جګړې نه نیولې د جولای د ۱۵ د کودتا پورې د خپل خوږ ژوند په بیه د هیواد نه دفاع کړې ده  منندوی یو.



اړوند خبرونه