د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون لپاره نوی مشرتابه وټاکل شو

پروفیسور ډاکټر محمد زاهد سوباجي د ترکیې ملي راډیو تلویزیون د رئیس او احمد البیرق د رهبرۍ د شورا د رئیس په توګه وټاکل شول

1675166
د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون لپاره  نوی مشرتابه وټاکل شو

پروفیسور ډاکټر محمد زاهد سوباجي د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون « ټي آر ټي »  د نوي‌ رئیس په توګه وټاکل شو. همداشان پروفیسور ډاکټر احمد البیرق  د ټي‌ آر ټي  د رهبرۍ د شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.

د ویلو ده چې د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون  او رهبرۍ  د شورا د رئیس ابراهیم ایرن د دندې ۴ کلنه موده  پایته رسیدو نه وروسته د ټي‌ آر ټي‌  لپاره نوی مشرتابه وټاکل شو.

د ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرمان له مخې پروفیسور ډاکټر محمد زاهد سوباجي د ټي آر ټي‌ د عمومي‌ رئیس او پروفیسور ډاکټر احمد البیرق د رهبرۍ د شورا د رئیس په توګه وټاکل شو.

د ویلو ده چې ددینه مخکې د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون د ریاست او رهبرۍ د شورا مشري‌ د یو تن لخوا کیده خو ولسمشر اردوغان د  فرمان له مخې داځل د ریاست او رهبرۍ شورا د مشرۍ لپاره جلا جلا کسان وټاکل .

همداشان د ولسمشر د فرمان له مخې د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون د رهبرۍ شورا د غړیو شمیره د ۷ نه ۹ تنو ته لوړ کړ.

د ویلو ده چې ابراهیم ایران په ۲۰۱۳ کال کې د ترکیې د ملي‌ راډیو تلویزیون د مرستیال په توګه په دنده پيل وکړ او په ۲۰۱۷ کال کې بیا د رئیس په توګه وټاکل شو.

ابراهیم ایرن د ټولنیزې مډیا له لارې د پيغام په خپرولو سره د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه ډیره زیاته مننه کړې ده . همداشان هغه د تي‌ آر ټي‌ د ټولو کارکوونکو نه هم مننه کړې ده.



اړوند خبرونه