په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۴۰۴ مثبتې پیښې ثبت شوي‌ دي

1674377
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۹  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۵۰۲۷۸   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۲۷ زره او ۲۷۳  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۵۴۰۴ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۵۵۰۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۵۸ میلیونه ۵۹۴ زره او ۱۳۷ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه