په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۲۸۵ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
1674867
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۰۳۲۴ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۲۳۴ زره او ۴۳۹ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۶۲۸۵ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۱۶۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۵۹ میلیونه ۴۷۱ زره او ۴۷۲ تنو ته رسیدلې ده .