په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۵۳۰ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
1673262
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۰۱۹۲ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۲۲۴ زره او ۱۸۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۵۵۳۰ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۲۱۷ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۵۷ میلیونه ۴۰۷ زره او ۲۸ تنو ته رسیدلې ده .