په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۶۷۰ مثبتې پيښې ثبت شوي دي
1672948
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۰۱۵۵ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۲۲۸ زره او ۸۲۶ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۵۶۷۰ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۱۲۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۵۷ میلیونه ۱۹ زره او ۹۲۳ تنو ته رسیدلې ده .