په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۲۹۹ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1671020
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۷  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۹۹۹۶   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۲۶ زره او ۶۵۱  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۵۲۹۹ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۴۴۴۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

د بله پلوه  په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۵۴ میلیونه ۵۴۱ زره او ۲۷ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه