په ترکیه کې د ماشومانو د وینې او سرطاني‌ ناروغیو تر ټولو ستر روغتون جوړ شو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په قیصري‌ ولایت کې جوړ شوی  د ماشومانو د هیماتولوژي او اونکولوژي‌ ( وینې او سرطاني‌ ناروغي ) روغتون پرانیست.

1669428
په ترکیه کې د ماشومانو د وینې او سرطاني‌ ناروغیو تر ټولو ستر روغتون جوړ شو

 

ولسمشر اردوغان د روغتون په پرانیست وینا کې وویل  انشاالله  چې دا روغتون به د نړۍ د ټولو ماشومانو لپاره د نوو هیلو او امیدونو باب پرانیزي.

ولسمشر اردوغان د قیصري‌ ولایت د ایرجیس پوهنتون د ( قنقا ماشومانو هیماتولوژۍ او اونکولوژي روغتون ) وینې او سرطاني‌ ناروغیو روغتون په پرانیست وینا کې د لرې لارې څخه د ټیلیفوني‌ اړیکې سره ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان په پرانیست کې وویل چې " زمونږ دا روغتون په یو وخت کې  ۴۰ ماشومانو ته د هډوکو د مغز د پیوند د عملیاتو د ترسره کولو په توان او ظرفیت جوړ شوی دی. "

هغه زیاته کړه دا روغتون چې د هیواد د خیرخواه او بشردوسته مرستندویانو په مرسته جوړ شوی دی د قیصري‌ او ټول هیواد ماشومانو ته دې مبارک وي.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې  دا روغتون د هډوکو د مغز د پیوند، تالاسمي او هموفیلي د ناروغیو د مرکزونو سربیره  د خپو په سر د تداوۍ د مرکزونو سره د ترکیې په کچه تر ټولو ستر د ماشومانو روغتون دی.

دا روغتون په یوخت کې ۴۰ تنو ماشومانو ته د هډوکو د مغز د پیوند په ظرفیت جوړ شوی دی. ددې ځانګړتیا سربیره زمونږ دا روغتون ترکیه خو پر ځای پریږده د نړۍ  د روغتونونو سره د سیالۍ توان لري.

انشاالله چې ددې روغتون د مسلکي‌ کدرونو او ټولو اړتیاوو د پوره کیدو نه وروسته به په نږدې راتلوونکی کې په سیمه او ټوله نړۍ کې د ماشومانو لپاره د هیلو او امیدونو په دروازې بدل شي.

ولسمشر اردوغان وویل چې زه ددې روغتون په جوړولو کې د مرسته کوونکو ټولو مرستندویانو او د ایرجیس پوهنتون د ادارې نه د ټول هیواد په استازیتوب د زړه له کومې مننه کوم.



اړوند خبرونه