ترکیې د امریکا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود
ترکیې د امریکا متحده ایالتونو لخوا د خپور شوي د انسانانو د قاچاق د راپور په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی دی.
ترکیې ددې راپور په غبرګون کې ویلي دي چې دا راپور د دوه مخۍ تر ټولو ښکاره او ژوند نمونه د مثال دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا خپور شوي د انسانانو د قاچاق د راپور په غبرګون کې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې امریکا بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۱ کال د انسانانو د تجارت په راپور کې د انسانانو د تجارت پر خلاف د ترکیې مبارزه او هلې ځلې تقدیر کړې وې او ویلي وو چې ترکیې د مبارزې کچه ډیره زیاته لوړه کړې ده .
ددې سره سره ددې مبارزې د ډاډمندتیا په اړه شک او شبهه ښودل، په راپور کې د ځینو ملکي ټولنو لخوا شوو ناسمو او بې بڼسټو ادعاګانو ته ځای ورکول او خیالي احتمالونو پر بڼسټ پر ترکیې تورونه لګول او د ترکیې پر قوي مبارزې سیوری غوړول ډیره زیاته د اندیښنې وړ خبره ده.
په بیان کې راغلي دي چې ترکېې د انساني تجارت د جرمونو د مخنیوي، مجرمینو ته د جزا ورکولو او د قربانیانو د حقونو نه د دفاع په خاطر د هیڅ ډول هڅې نه ډډه نده کړې او د ازاده وګړي، قوي او پیاوړي ټولنې او لا دیموکراتیک ترکیې لپاره د ولسمشر رجب طیب اردوغان په امضاء د بشري حقونو د عمل پلان جوړ کړی دی. په اصل کې دا ټول پدې برخه کې د ترکیې قوي مبارزې او عزم ښکارندويي کوي.
ترکیه ټولې هغه ادعاګانې چې ګواکې ترکیې ماشومان په وسلو سمبال کړي په ډیره کلکه توګه ردوي. ترکیه د ملګروملتونو سازمان د ماشومانو د حقونو نه د دفاع د ټولو نړۍوالو تړونونو پوره غړیتوب لري او پدې برخه کې سوانع هم د هر هیواد نه پاکې دي.
په بیان کې راغلي دي امریکا متحده ایالتونه په سوریه او عراق کې د پي کاکا ترهګري سازمان او د هغو د څانګو پي وای ډي او وای پي جي سره چې په ډیره ښکاره توګه ماشومانو په زور سره په وسلو سمبالوي او په جګړو کې جنګوي د وسلو او مهماتو په ګډون هر ډول مرسته او ملاتړ کوي او پخپله پدې جرم کې شرکت کوي. پدې برخه کې په ترکیې تور لګول د امریکا ښکاره دوه مخي ده.
په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي په سوریه کې د سوریې دیموکراتیک ځواکونو تر نامه لاندې د پي کاکا ترهګري سازمان څانګې پي وای ډي او وای پي جی په سوریه کې ماشومان په زور سره د کورنۍ نه جلا کوي او په وسلو يي سمبالوي، د ټولو حقونو نه يي محروموي او د ښوونځیو نه د پوځي موخو لپاره د کارولو په څیر په ښکاره توګه جنګي جنایتونه ترسره کوي چې دا خبره د ملګروملتونو سازمان د ماشومانو او وسله والو جګړو د ځانګړي استازي ویریجینیا ګامبا لخوا د ۲۰۲۱ کال د جون د ۲۱ مې نیټې په راپور کې ذکر شوې او تثبیت شوې ده . ددې ټولو سره سره ددې ترهګرو نه هیڅډول یادونه نه کول په ښکاره توګه دوه مخي ده.
امریکا متحده ایالتونه پدې ټولو د پوهیدو سره سره د نوموړو ترهګرو سره د وسلو او مهماتو سربیره د روزنې په برخه کې مرسته کوي. نوموړي ترهګر د سوریې سربیره د عراق په شمال کې د محمور او سینجار په سیمو کې هم ماشومان په زور سره د کورنیو نه تښتوي او غرونو ته يي بیايي.
ترکیه د امریکا متحده ایالتونو ټول تورونه په کلکه توګه ردوي.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.