په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۴۹۶ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي

1667715
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی

– په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۵  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۹۷۳۲   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۲۸ زره او ۱۶۳  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۵۴۹۶ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۷۱۹۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۷۲۷   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۶۰ میلیونه   ۷۸۶  زره او ۹۷۵  ته لوړه شوې ده. 

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۴۹ میلیونه ۷۶۷ زره او ۶۳۸ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه