د یونان لخوا د کډوالو د نړۍوالو قوانینو او ټولو بشري‌ حقونو د خپو لاندې کول دوام لري.

د کډوالو پر خلاف د یوناني‌ ځواکونونو ظلمونه دوام لري

1666742
د یونان لخوا د کډوالو د نړۍوالو قوانینو او ټولو بشري‌ حقونو د خپو لاندې کول دوام لري.

 

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت ویلي‌ دي‌ چې  د یوناني‌ ځواکونو لخوا په ډیره وحشیانه توګه وهل ټکول شوي  او ټولې جامې ترې ویستل شوي‌ او لوڅ لغړ ترکیې ته راشړل شوي‌ ۴۲ تنه ناقانونه کډوال له مرګه وژغورل.

د ملي‌ دفاع وزارت لخوا په خپور شوي‌ بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د ایدرنې ولایت ۴۲ تنو ناقانونه کډوالو ته چې د یوناني‌ ځواکونو لخوا په ډیره بې رحمانه او وحشیانه توګه وهل او ټکول شوي‌ او جامې تر اخیستل شوې او لوڅ لغړ مرګ پنجو ته غورځول شوي وو ترکیې ته لوري‌ ته د راتیریدو اجازه ورکړې ده.

 

نوموړي‌ ناقانونه کډوال د ایدرنې ولایت د ژاندارم قومندانۍ ته سپارل شوي‌ دي.

په بیان کې راغلي‌ دي چې دا د یوناني‌ ځواکونو لومړنی ظلم او د نړۍوالو قوانینو د خپو لاندې کول ندي. یوناني‌ ځواکونو ددېنه وړاندې هم په کراتو د کډوالو د نړۍوالو حقونو او حقوقو او ټولو بشري‌ حقونو د خپو لاندې کولو سره کډوالو په لوی لاس مرګ پنجو ته غورځولي‌ دي.

همداشان نوموړو کډوالو ویلي‌ دي‌ چې د څو ورځو راهیسې ورته ډوډۍ او اوبه نه ورکول کیدل او وږي‌ او تګي‌ ساتل شوي‌ وو.

ترکیه پدې ضد انساني‌ کړونو او وحشت سترګې پټولی نشي. ترکیې نوموړي‌ کسان له مرګه د ژغورلي‌ دي‌ او هغوې ته يي د مرستې لاس اوږد کړی دی.



اړوند خبرونه