په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا ویروس ۵۲۶۶ مثبتې پیښې ثبت شوي‌ دي

1665324
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۱  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۹۵۲۴   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۲۲ زره او ۵۶۱  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۵۲۶۶ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۷۴۰۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۷۳۳   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۵۹ میلیونه   ۸۹۰  زره او ۱۴۷  ته لوړه شوې ده. 

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۴۶ میلیونه ۹۲۲ زره او ۲۵۷ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه