ترکیې دفاع وزیر : افغانستان د اسیا زړه دی چې د همدې امله د ټولې نړۍ لپاره ځانګړی اهمیت لري

د امریکا د دفاع وزیر تخنیکی‌ هیئت ترکیې ته راغی

1663953
ترکیې دفاع وزیر : افغانستان د اسیا زړه دی چې د همدې امله د ټولې نړۍ لپاره ځانګړی اهمیت لري

د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي‌ اکار وویل چې د امریکا د دفاع وزارت تخنیکي‌ هیئت  د افغانستان د پلازمینې کابل د نړۍوال هوايي ډګر د امنیت او فعاله ساتلو د مسئولیت په اړه د ترکیې سره د خبرو او سلا مشورو په خاطر ترکیې ته راغلی دی.

هغه وویل چې د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت اړوند تخنیکي‌ هیئت ترکیې ته راغلی او زمونږ په دفاع وزارت سره په مذاکراتو پيل کړی دی.

هغه وویل چې افغانستان د اسیا زړه دی چې د همدې امله ډیر مهم او ځانګړي‌ اهمیت نه برښمند یو هیواد دی. ترکیه د افغانستان سره ډیرې ژورې او تاریخي‌ اړیکي‌ لري.

هغه د ترکیې او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو سلمې کلیزې ته په اشارې سره وویل چې د ترکیې او افغانستان ترمنځه په ۱۹۲۱ میلادي‌ کال کې د ترک افغان د دوستۍ او اتحاد تړون لاسلیک شو.

لکه څرنګه چې پدې تړون کې په ډیره ښکاره توګه ویل شوي‌ دي د ترکیه او افغانستان د یو بل په غم او ښادۍ کې په ښه او بده ورځ کې سره شریکان دي. ترکیه د همدې روحیې

په رڼا کې تل د افغانستان په ښه او بده ورځ کې ځان شریک بولي . د افغانستان سوله ، امنیت، استقرار او هوساینه زمونږ لپاره ځانګړی اهمیت لري. ترکیې د افغانستان د سولې او امنیت په خاطر تل ډیر زیاتې هلې ځلې کړي‌ او هلو ځلو ته به دوام ورکړي.

خلوصي‌ اکار وویل چې ترکیې د ملګروملتونو سازمان د پریکړو په چوکاټ کې د ۲۰۰۲ کال د پيل راهیسې د نړۍوال امنیتي‌ سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې افغانستان ته سوله ساتې ځواکونه ولیږل. همداشان د ۲۰۱۵ کال راهیسې د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې دې هیواد سره امنیتي‌ پلوه مرستو ته دوام ورکړی دی. په افغانستان کې د ترکیې بریالیتوبونه ته هر چا ډیر زیات درناوی کړی دی.

هغه وویل چې په افغانستان کې د ترکیې میشت وسله وال ځواکونه دم ګړۍ په پلازمینه کابل کې په روزنیز او مشورتي‌ دندو بوخت دي.

هغه وویل چې ترکیه غواړي‌ چې په ترکیه کې خپلې دې لاسته راوړنې محافظت کړي‌ او د کابل د هوايي ډګر د امنیت او فعاله ساتلو مسئولیت چې د تیرو شپږو کلونو راهیسې د ترکیې په غاړه دی ددینه وروسته هم همدې شان په غاړه واخلي. خو په شرط‌ ددی چې د ترکیې سره لازمه مرسته او ملاتړ وشي. په همدې مسایلو خبرې روانې دي  . پدې مسئله کې د نورو هیوادونو سره په ګډه څه ډول کار کولای شو په مسئلې خبرې اترې روانې دي.

د امریکا هیئت هم په همدې مسئلو د خبرو په خاطر ترکیې ته راغلی دی. تر اوسه پورې نهايي پریکړه نده شوې.

همداشان په کابل کې د موجودو ځواکونو نه پرته نور ځواکونه هم نه لیږو. مونږ غواړو چې داسې یوه نتیجه ترلاسه کړو چې هم د افغانستان او هم د ترکیې په ګټه وي. زمونږ یواځنۍ موخه خپل افغان ورونو ته د سولې او امنیت فضا رامنځته کول دي.



اړوند خبرونه