په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۷۰۳ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

1664283
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۹  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۹۴۱۷   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۲۳ زره او ۳۸۵  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۵۷۰۳ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۵۸۴۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۷۵۲   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۵۹ میلیونه   ۴۴۴  زره او ۶۵۰  ته لوړه شوې ده. 

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۴۵ میلیونه ۴۱۴ زره او ۳۰۱ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه