په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ کې د کرونا ویروس ۵۲۹۴ مثبتې پیښې ثبت شوي‌ دي

1662286
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۱  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۴۹۲۳۶   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۲۲۱ زره او ۵۲  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۵۲۹۴ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۵۰۹۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۸۰۸   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۵۸ میلیونه   ۷۷۳  زره او ۸۳۵  ته لوړه شوې ده. 

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۴۲ میلیونه ۷۶۸ زره او ۸۵۱ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه