د  ترکیې ، افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیران درې اړخیزه غونډه کوي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر به په انتالیا کې د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو سره جلا جلا لیدنې وکړي

1660932
د  ترکیې ، افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیران درې اړخیزه غونډه کوي.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون به درې اړخیزه غونډه وکړي.

هغه وویل چې دا درې اړخیزه غونډه به د جون په شلمه نیټه د ترکیې د انتالیا په ولایت کې د ډیپلوماسۍ د فورم په چوکاټ کې جوړه کړي.

پدې غونډه کې  به د افغانستان د سولې د پروسې د وروستیو پرمختګونو ترڅنګ پر امنیتي‌ مسایلو، انرژۍ، ناقانونه کډوالۍ او یو زیات شمیر نورو مسئلو په اړه په هړ اړخیزه توګه خبرې وکړي.

همداشان پدې غونډه کې به د درې واړو هیوادونو ترمنځه پر همکارۍ هم خبرې وشي.

همداشان چاووش اوغلو به د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو سره دوه په دوه لیدنې هم وکړي.



اړوند خبرونه