ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر جو بایدن سره لیدنه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په بروکسل کې د ناټو سرمشریزې په چوکاټ کې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن سره لیدنه وکړه.

1657965
ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر جو بایدن سره لیدنه وکړه
Ərdoğan və Bayden.jpg
Erdoğan Biden.jpg
erdogan biden.jpg

 

ولسمشر اردوغان ددې لیدنې نه وروسته وویل چې  زمونږ ترمنځه هیڅ داسې ستونزه شتون نلري‌ چې د حل لار يي موجود نوي. د ټولو ستونزو حل لارې هم موجودې دي.

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن سره د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته د لومړي‌ ځل لپاره مخامخ لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان ددینه وړاندې د بایدن سره ټیلیفوني‌ خبرې کړې وې .

ولسمشر اردوغان لومړی د بایدن سره دوه په دوه لیدنه وکړه او وروسته بیا د دواړو هیوادونو د هیئتانو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړ.

 د هیئتانو ترمنځه په لیدنه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، د دفاع وزیر خلوصي‌ اکار، د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریئس فخرالدین التون ، د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن  او په واشنګټن کې د ترکیې لوی سفیر ګډون کړی وو.

ولسمشر اردوغان د بایدن سره د لیدنې نه وروسته په خبري‌ غونډه کې ګډون وکړ. هغه د بایدن سره لیدنه ډیره ګټوره او مثبته وارزوله. هغه وویل چې د بایدن سره د اوږدو کلونو راهیسې دوستۍ اړیکې شتون لري . د هغه سره مود ترکېې او امریکا اړوند د مسئلو په اړه په هر اړخیزه توګه خبرې او تبادل د نظر وکړ.

ولسمشر اردوغان وویل چې پدې لیدنه کې مو هم  په هغه مسئلو کې د اختلاف د نظر پکې شتون لري‌ او هم په هغه مسئلو کې چې ګډې ګټې پکې نغښتې دي‌ او هم  د همکارۍ پر امکاناتو په هر اړخیزو او ساختاري‌ توګه خبرې وکړې. همداشان په هغه جغرافیو کې چې قوي‌ همکاریو اړتیا لرو په اړه مو د ښاغلي‌ بایدن او د هغه د کاري‌ ډلې سره خبرې وکړې.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ ترکیې په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف په یواځې ځان د  قوي‌ او اغیزناکې مبارزې ترڅنګ د ناټو سازمان د مشترکو پولو نه هم دفاع کړې ده .

همداشان په لیدنه کې مو د روانې پراخه وبا ناروغۍ نه د وروسته دورې د فرصتونو نه په استفادې سره د ترکیې او امریکا ترمنځه د اقتصادي‌ پوتانیشل نه په ډیره ښه توګه د استفادې او ټاکل شوي‌ هدف ته د رسیدو په مسئلې هم هم خبرې وکړې.

همداشان د دوو متحد او متفقو هیوادونو د شان سره سم په مخامخ توګه د مذاکراتو د کانالونو د پرانیستي ساتلو په مسئله کې سره په تفاهم ورسیدو.

ولسمشر اردوغان وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځه موجود دوه اړخیزو همکاریو او سیمه ایزو سلامشورو میکانیزم له سره د ژوندي کول یو اړینه خبره ده .

ولسمشر اردوغان وویل چې یوه ډیره مثبته او ګتوره لیدنه وه. مونږ وینو چې  د ترکیې او امریکا ترمنځه په هره برخه کې د متقابل درناوي‌ او ګټو پر بڼسټ ولاړو همکاریو په برخه کې نوې باب د پرانیستو په اړه قوي‌ اراده شتون لري. په راتلوونکې دوره کې به د ښاغلي‌ بایدن سره د همدې اهدافو په رڼا کې همکاریو کچه لوړه کړو. د ترکیې او امریکا ترمنځه په اړیکو کې هیڅ داسې کومه ستونزه شتون نلري‌ چې د حل وړ نوي. برعکس زمونږ ترمنځه د اختلافاتو نه د همکاریو ساحه لا پراخه ده . د ترکیې او امریکا قوي‌ همکاریو او ښو اړیکو چې تر ننه پورې د ناټو سازمان سره ډیره زیاته مرسته کړې ده ددینه وروسته به هم مرستې ته دوام ورکړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې پدې لیدنه کې مو د بایدن سره د اس ۴۰۰ سیستم په اړه هم خبرې وکړې او پدې اړه مو د ترکیې دریځ ورته یو ځل بیا څرګند کړ.

ولسمشر اردوغان د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د بایدن سره د افغانستان او بیا په ځانګړې توګه د کابل د هوايي ډګر د امنیت په مسئلې خبرې وکړې او که نه؟ وویل چې ، هو ، د افغانستان په اړه مو خپل نظر په ډیره ښکاره توګه بیان کړ. ولسمشر اردوغان وویل چې بایدن ته مو په ښکاره وویل ، که چیرې غواړي‌ چې د ترکېې ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي‌ او په ځانګړې توګه د کابل د هوايي ډګر امنیت مسئولیت په غاړه واخلو پدې برخه کې باید زمونږ سره به یو زیات شمیر برخو کې مرسته وکړي . په ځانګړې توګه په لوژستیک او مالي‌ برخو کې باید زمونږ سره جدي‌ مرسته وکړي چې دا خبره يي ومنله.

ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ‌ په افغانستان کې طالبان هم یو حقیقت دی چې پدې حقیقت سترګې پټولی نشو. کیدای شي چې مونږ د طالبانو سره هم په لیدونو کتنو کې ځیني‌ مهم ګامونه اوچت کړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې بله مسئله کې ښاغلي‌ بایدن ته مو وویل چې د افغانستان د مسئلې په اړه غواړو چې پاکستان ملاتړ هم ترلاسه کړو او هغه هم په خپل څنګ ونیسو. حتا هنګري‌ ته هم پدې مسئله کې په خپل څنګ کې ځای ورکړو. مونږ غواړو چې د همدې شیبې نه په اعتبار سره د افغانانو سره مرسته وکړو. تر څو افغانان د هیڅډول ستونزې سره مخامخ نشي.

پدې مسئله کې هم د امریکا سره په تفاهم ورسیدو.



اړوند خبرونه